متحده عربي امارات د پاکستان سره ۳ میلیارده ډالره مرسته کوي
متحده عربي امارات د پاکستان سره چې د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی ۳ میلیارده ډالره مرسته کوي.
متحده عربي اماراتو ویلي دي چې دا مرسته به په لنډه موده کې د پاکستان مرکزي بانک حساب ته ټرانسفر کړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د متحده عربي اماراتو لخوا د پاکستان سره د ۳ میلیاردو ډالرو مرستې د اعلان نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې د نوموړي هیواد نه مننه وکړه.
عمران خان په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو دا پریکړه په اصل کې زمونږ د قوي او ژور دوستانه اړیکو ښکارندويي کوي.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته دوه ځله د متحده عربي اماراتو نه لیدنه کړې. هغه ویلي وو چې د پاکستان د اقتصادي ستونزو د حل په خاطر ددې هیواد سره د خلیجو هیوادونو مرسته حیاتي ارزښت لري.
د یادولو وړ ده چې د تیر اکتوبر په میاشت کې سعودي عربستان هم د پاکستان سره د۳ میلیارده ډالرو مرستې نه خبر ورکړی وو. سعودي عربستان ویلي وو چې پاکستان ته به دا پيسې د یو کال په دننه کې په درې پړاونو ورکړي.
سعودي عربستان تر اوسه پورې دوه میلیارده ډالره پاکستان ته ورکړي او یو میلیارده نورې به هم په راتلوونکې میاشت کې ورکړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې د اګست په میاشت کې په دنده پيل کړی دی ویلي وو چې د هیواد د پورونو د ورکولو په خاطر نوو پورونو اخیستو ته مجبور دی. هغه ویلي وو چې د نوو پورونو په خاطر به د پيسو د نړۍوال بانک سربیره د دوستو هیوادونو سره وګوري.