د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د ایران په سویل ختیځ کې د پولیسو د یو مرکز ترڅنګ چاودنه وشوه.
د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې نن د سهار د ۹ نیمو بجو په شاوخوا کې د سیستان بلوچستان ولایت اړوند د چابهار د ښار د ریګي په جاده کې د امنیې په قومندانۍ د موټر پر مټ برید وشو.
ویل کیږي پدې برید کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې ترهګر چې غوښتل د موټر سره د امنیې قومندانۍ په منځ کې چاودنه وکړي د پولیسو لخوا د درول کیدو سره سم يي د امنیې قومندانۍ د دروازې په مخکې چاودنه وکړه.
د چابهار د سیمې یو تن چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې برید کې ۴ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې پولیس او ملکي وګړي شتون لري.
د چابهار ښار د عامې روغتیا ریاست ویلي دي چې پدې پیښه کې ۲۷ تنه ټيپان شوي دي چې د درملنې په موخه روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د ایران خبري رسنیو ویلي دي چې برید د انصار الفرقان د ډلې لخوا شوی دی.
د ویلو ده چې د انصارالفرقان ډله په سیستان بلوچستان ایالت کې وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.