په کراچۍ کې د چين په قونسلګرۍ ډله ايز بريد شوی

په کراچۍ کې د چين په قونسلګرۍ ډله ايز بريد شوی

1093285
په کراچۍ کې د چين په قونسلګرۍ ډله ايز بريد شوی

د پاکستان  د کراچۍ په ښار کې  د چین په قونسلګرۍ ډله ایز برید وشو.

د پاکستان نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې  د کراچۍ ښار  د کلفټن په سیمه کې  د چین په قونسلګرۍ ډله ایز برید وشو.

امنیتي سرچینو ویلي دي چې برید کوونکو  د قونسلګرۍ پر ساتوونکو پولیسو  د برید نه وروسته  قونسلګرۍ ودانۍ ته د ننوتو هڅه وکړه. ددینه سمدلاسه وروسته  پولیس  او پوځیان  سیمې ته راورسیدل.

د کراچۍ ښار د پولیسو  یو تن مشر  جاوند عالم اوډهو  د چین په قونسلګرۍ  د ډله ایز برید  پخلی وکړ  او وویل چې  پدې برید کې  دوه تنه پولیس مړه او یو تن بل ټپي شوی دی. هغه ویلي دي چې د برید کوونکو نه  ځانمرګي برید واسکټونه هم  نیول شوي دي.

هغه ویلي دي چې  برید کوونکي په لاسي بمونو او سپکو وسلو سمبال ول. برید کوونکي په یو موټر کې سیمې ته راغلي ول .

د برید کوونکو د لمنځه وړ نه وروسته  شکمن  موټر هم  نیول شوی دی. په موټر کې یو زیات شمیر چاویدونکو توکو شتون درلود.

د بله پلوه  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  شاه محمود قریشي  د چین په قونسلګرۍ د برید  د غندولو سره وویل « د چین په قونسلګرۍ د ډله ایز برید  هڅه ناکامه شوه. درې واړه  برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا  وژل شوي دي. پدې پيښه کې د چین  د قونسلګرۍ کارکوونکو ته هیڅډول ځاني زیان  ندی اوښتی .»

هغه ویلي دي چې  د کراچۍ د ښار پولیسو  او امنیتي ځواکونو  د چټک  غبرګون  او حرکت په پایله کې ددې پیښې مخه ونیول شوه.

هغه وویل چې  د برید پر مهال  د چین جنرال قونسل هم  په قونسلګرۍ کې موجود  وو خو  له نیکه مرغه چې  د قونسلګرۍ  هیڅ کوم کارکوونکي ته  زیان  ندی اوښتی .

هغه ویلي دي چې د برید نه وروسته  د چین د جنرال قونسل سره  خبرې هم  کړي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د چین  د بهرنیو چارو وزارت  او سفارت ته  د برید په اړه معلومات  او ډاډ ورکړ شوی دی.

د بله پلوه د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې  برید  د بلوچستان د ازادي غوښتونکي  پوځ په نامه  ډلې لخوا شوی دی.

د یادې شوې ډلې  ویاند  رویټرز سره په ټیلیفوني اړیکه کې ویلي دي چې  برید  ددوی لخوا شوی دی. برید د ۳ تنو ځانمرګیو برید کوونکو لخوا شوی دی.

هغه ویلي دي چې دا برید يي ځکه کړی دی چې چین  د بلوچستان ایالت اړوند  ټولې زیرمې او شتمنۍ لوټې کړي دي. د بلوچستان د خلکو د شتمنۍ او زیرمو نه  استفاده کوي.


پيوندونه: #پاکستان , #چين , #کراچۍ

اړوند خبرونه