د پاکستان ولسمشر ترکیې ته راځي
د پاکستان ولسمشر خپل لومړنی بهرنی سفر ترکیې ته کوي
1076039
د پاکستان ولسمشر عارف علوی د استانبول د نوي هوايي دګر د پرانیستو په مراسمو کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راځي.
د پاکستان د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوی د اکتوبر په ۲۹ مه نيټه د ترکیې د استانبول په ښار کې د نړۍ تر ټولو د لوی هوايي ډګر د پرانیستو په مراسمو کې د ګډون په خاطر ترکیې ته سفر کوي.
د پاکستان ولسمشر علوی به ددې سفر په چوکاټ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم لیدنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې دا سفر دا پاکستان د ولسمشر علوی چې د سپټمبر په ۱۳ مه نیټه د ولسمشر په توګه وټاکل شو لومړنی بهرنی سفر دی.
د پاکستان د ولسمشر لخوا خپل لومړنی بهرنی سفر ترکیې ته ترسره کول د دواړو هیوادونو ترمنځه د قوي اړیکو ښکارندويي کوي.