پاکستان د طالبانو د ډلې یو تن بڼسټ ایښودونکی له بنده خوشې کړ
پاکستان ملا برادر خوشې کړ
پاکستان د طالبانو د بڼسټ ایښودونکو نه ملا عبدالغني برادر مشهور په ملا برادر له بنده خوشې کړ.
د پاکستان د جنګ ورځپاڼې د یوې معبرې سرچینې له قوله لیکلي دي چې پاکستان حکومت د قطر د حکومت په غوښتنه ملا برادر له بنده خلاص کړ.
د ویلو ده چې پاکستان حکومت ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ ښار کې نیولی وو.
ملا برادر پداسې حال کې خوشې کیږي چې لنډه موده مخکې د قطر د هیواد یو جګپوړي هیت د پاکستان نه لیدنه کړې وه.
د ویلو ده چې ملا برادر د طالبانو د ډلې د هغه ۴ تنو بڼسټ ایښودونکو نه دی چې په ۱۹۹۴ کال کې دا ډله جوړه کړه.
ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په مختلفو لوړو پوستونو کې دنده ترسره کړې چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د بریدونو نه وروسته پاکستان ته وتښتید.
ملا برادر په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ځانګړو عملیاتو په لړ کې ونیول شو. د بله پلوه داسې ادعاګانې شتون لري چې ملا برادر طالبانو سولې او مذاکراتو میز ته د راکاږلو په خاطر خوشې شوی دی.