پاکستان یو اوږد واټنه توغندی په بریالیتوب سره وازمایه
پاکستان د ۱۳۰۰ کیلومتره په واټن سره توغندی په بریالیتوب سره وازمایه
1065034
پاکستان یو اوږد واټنه توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
پاکستان ویلي دي چې د غوري په نامه اوږد واټنه توغندي لومړنی ازمایښت په بریالیتوب سره سرته ورسید.
د پاکستان د وسله وال پوځ د عامه اړیکو د ادارې لخوا د خپور شوي بیان له مخې د غوري په نامه د اوږد واټنه توغندي ازمایښت چې هم د نورمالې او هم د اټومي سرګلولې د انتقال ظرفیت لري په بریالیتوب سره سرته ورسید.
په بیان کې راغلي دي چې دا توغندی د ۱۳۰۰ کیلومتره په واټن سره جوړ شوی دی.
دې توغندي سره به د پاکستان اټومي طاقت لا پسې قوي او په سیمه کې به يي د ځان نه د دفاع ظرفیت لا پسې لوړ شي.
د بله پلوه د پاکستان ولسمشر عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان او لوی درستیز زبیر محمود حیات ددې توغندي جوړونکې ډلې او چارواکیو ته مبارکي وویله.