عمران خان : د یمن روانې جګړې پایته رسولو په خاطر هر ډول منځګړتوب ته حاضر یو.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل چې د غوښتنې په صورت کې هیواد يي د یمن روان بحران د پایته رسولو په لاره کې مثبت رول لوبولو ته تیار دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان چې خپل لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته کړی د نوموړي هیواد د الاخباریه تلویزیوني کانال سره مرکه کړې ده. هغه ویلي دي چې پاکستان تل د سعودي عربستان نه تل ملاتړ کړی او د اړتیا په صورت کې هر ډول مرستې او ملاتړ ته تیار دی.
هغه په اسلامي هیوادونو کې روانې جګړې ته په اشارې سره ویلي دي چې « دې جګړې مونږ ډیر ناهیلي کړي یو. د همدې امله غواړو چې په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات د ټینګښت په مسله کې جدي مرسته او همکاري وکړو.
مونږ غواړو چې په منځني ختيځ کې د سولې د رواستو د بهیر سره مرسته وکړو، پدې لاره کې هلې ځلې وکړو. غواړو چې د اسلامي هیوادونو ترمنځه د روانو اختلافاتو د منځه وړو په لاره کې مهم رول ولوبو. دا به زمونږ لومړنۍ هلې ځلې وي. د یمن په مسله کې د غوښتنې په صورت کې مثبت رول لوبولی شو. د یمن د روان بحران د حل په لاره کې مهم رول لوبولی شو. »
عمران خان زیاته کړه چې هیواد يي د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړانډې قوي مبارزه کوي. پدې مبارزه کې د ډیرو سختو او تنګو سره مخامخ شو. د همدې امله په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې دخیلیدو ته مجبور شو. پاکستان پدې موده کې ۸۸ زره تنه وګړي د لاسه ورکړي دي. د پاکستان اقتصاد سل میلیارده ډالره ضرر لیدلی دی.
عمران خان وویل چې مونږ د همدې امله د خپل هیواد سربیره د ګاونډیانو لپاره هم د سولې او ثبات غوښتنه کوو. مونږ ټولې ستونزې او اختلافات د سیاسي حل لارې پلوي کوو.
عمران خان وویل چې تاسې وګورۍ د افغانستان جګړه اوس هم دوام لري. د پوځي لارو څخه ددې ستونزې حل ناممکنه دی. نن ورځ نړۍ پدې ښه پوهیږي د افغانستان د روانې ستونزې یواځنۍ حل لاره سیاسي حل لاره ده.
عمران خان سعودي عربستان ته د خپل سفر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « په اصل کې د پاکستان د داخلي سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله ما نه غوښتل چې لږ تر لږ تر ۳ میاشتو پورې بهر ته سفر وکړم خو سعودي عربستان بلنه وکړه او مونږ ورته لبیک وویلو. »