د ایران دینی مشر : روحاني باید د ټرمپ سره ونګوري
روحاني د ملګروملتونو په عمومي اجلاس کې د ګډون په موخه امریکا ته سفر کوي
د ایران د متخصصینو د شورا ریس احمد جنتي ولسمشر حسن روحاني ته چې د ملګروملتونو د سازمان په عمومي اجلاص د ګډون په خاطر نیویارک ښار ته سفر کوي د ټرمپ سره د احتمالي لیدنې په خاطر خبرداری ورکړ.
د ایران د خبري رسنیو د خبر مخې جنتي ویلي دي چې د امریکا ولسمشر دونالد ټرغواړي په یو ډول نه په یو ډول د ایران د ولسمشر سره لیدنه مخامخ لیدنه وکړي خو روحاني باید دا لیدنه په هیڅډول قبوله نکړي.
هغه وویل چې ټرمپ غواړي چې د ایران ملت ته یو ځل بیا فریب ورکړي همدې امله يي پرته د قید او شرطه د مذکراتو وړاندیز کړی دی.
هغه ویلي دي چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي چې هیڅوک او هیڅکوم ایراني چارواکی د امریکايی مقاماتو سره د لیدنې کتنې صلاحیت نلري.
هغه ویلي دي چې روحاني باید د دیني مشر هدایتونه مراعات کړي او د ترمپ سره د هر ډول لیدنې وړاندیز رد کړي.
د بله پلوه د ایران د ولسمشرۍ د دفتر مشر محمد واعظي د جنتي څرګندوې غیرې مسئولانه وبللې..
هغه په تهران کې خبرې غونډې ته وویل چې د ښاغلي جنتي دې څرګندونو مونږ ټول د حیرانتیا سره مخ کړم.
هغه وویل چې دا د لارې او کوڅې د یو سړي خبرې ندي. دا د هیواد د متخصصینو د شورا د رئیس څرګندوې دي. هغه باید په خپلو هرو څرګندونو کې د ډیر دقت نه کار واخلي.