په پلوجستان کې پنځو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د پاکستاني پوځیانو موټر د چپه کیدو له امله ګن شمیر سرتیرو ژوند دلاسه ورکړی.
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د پاکستاني پوځیانو موټر د چپه کیدو له امله ګن شمیر سرتیرو ژوند دلاسه ورکړی.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ویلي دي چې د بلوچستان د بټګرام په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو موټر چې انتخاباتي مواد يي انتقالول د سړک نه ۲۵۰ فیټه لاندې غورځیدلی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې ۵ تنه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
جنرال غفور ویلي دي چې انتخاباتو په دوران کې د وژل شوو سرتیرو شمیره ۸ تنو ته لوړه شوه.
ویلو ده چې تیره ورځ کې هم د ایران او پاکستان په پوله کې ترهګرو د رای اچونې د یو مرکز ترڅیرمه په امنیتي ځواکونو برید کړی وو چې له امله يي درو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.
پولیسو ویلي دي ترهګرو غوښتل چې په سیمه کې د رای اچونې بهیر او ټاکنې د خنډ سره مخامخ کړي چې پوځیانو ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او رای اچونې دوام وکړ.