د پاکستان  د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان  په ټاکنو کې خپل بری  اعلان کړ.

عمران خان خپل بری اعلان کړ

1020084
د پاکستان  د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان  په ټاکنو کې خپل بری  اعلان کړ.

د پاکستان  د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان  په ټاکنو کې خپل بری  اعلان کړ.

د تحریک انصاف  د ګوند  مشر  عمران خان  خپل بری  د ټاکنو د امنیت  د ټینګولو په برخه کې  د پاکستان د امنیتي ځواکونو  د ډیرو زیاتو هلو ځلو نه په مننې  او د ټاکنیزو کمپاینونو په دوران کې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شوو کسانو ته په دعا  پيل کړه.

عمران خان وویل  غواړي چې په پاکستان کې یو داسې اداره رامنځته کړي  څرنګ چې د اسلام ستر پیغبر حضرت محمد ص د اسلام  ستر بري نه وروسته په مکه کې  جوړه کړې وه.

یو داسې  حکومت رامنځته کړي چې د حضرت عمر رض  په څیر  د یو حیوان چې  د ولګې مري  ځان مسئول  وبالي.

هغې وویل  غواړم چې په هیواد کې ډیر جدي  اصلاحات رامنځته کړم. داسې  اصلاحات  چې  لومړی  يي د خپل ځان نه پيل کړم. هغه وویل چې  نه غواړي چې  د صدارات ماڼۍ کې  ژوند وکړي. ځکه چې په هیواد کې په میلیونونو تنه  بې وزله او فقیر انسانان  په ډیر فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي. هغه وویل چې  د صدرات ماڼۍ د برخلیک په اړه به وروسته پریکړه وکړي چې  کومې تعلیمي  ادارې ته ورکړي او که بل څه په وکړي.

هغه وویل  د هیواد  په بهرني سیاست کې به هم  تغیرات راولي. د چین سره  به  اړیکې لا پسې  قوي کړي. د چین نه  به  ډیر څه زده کړي . هغه وویل چې چین  په میلیونونو  تنو بې وزله کسان  په څو کلونو کې  ددې فقر نه وژغورل . د چین نه به ډیر زیات څه زده کړي.

هغه وویل چې  غواړي د افغانستان سره  چې خلکو يي ډیرې  زیاتې ستونزې ګاللي  دي  او د نړۍ تر ټولو  زیات  د ترهګرۍ قرباني شوي دي  ډیرې ښې اړیکي  جوړې کړو.

هغه وویل چې د نړۍ د هر هیواد او هر ملت نه  ډیر زیات  د افغانستان خلک  سولې او ثبات ته  اړتیا لري. وروسته بیا پاکستان. مونږ به  د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر  ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړو.

هغه  د ایران او هند سره هم  د ډیرو ښو اړیکو د جوړولو  هیله څرګنده کړه.

هغه  د هندوستان په خبري ارګانونو  د ټاکنیزو کمپایونو پر مهال په هغه د کړو نیوکو له امله  ګیله وکړه او وویل چې داسې ښکاره کول که چیرې عمران خان بری شي  دا به د هندوستان سره  اړیکي  ډیرې  خرابې کړي.

هغه وویل چې زه  د کرکټ له امله  تر هر چا زیات  د هندوستان  خلک پيژني  او د هندوستان په اړه  معلومات لري. هغه وویل چې  د هندوستان او پاکستان ترمنځه د اړیکو ښه والی  او ښې اړیکي په اصل کې دواړو هیوادونو او مظلومو خلکو په ګټه دي.

هغه وویل چې  هڅه به وکړي چې هندوستان سره هم  ښې اړیکي ولري.



اړوند خبرونه