د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پخواني وزیراعلی بمي برید وشو.
په بنو کې په پخواني وزیر اعلی بمی برید وشو
1011519
د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پخواني وزیراعلی بمي برید وشو.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پخواني وزیر اعلی اکرم دراني د موټرو په کتار بمي برید وشو.
پیښه د خیبرپښتونخوا د بنو د ښار د بوید په سیمه کې رامنځته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.
سیمه ایزو چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نامعلومو کسانو د پخواني وزیر اعلی د موټرو په کتار برید کړی دی.
د یادولو وړ ده چې درې ورځې مخکې د پاکستان د نشنل عوامي ګوند په ډیر مهم غړي او کاندید هارون بلور ځانمرګی برید وشو چې له امله يي د بلور په ګډون ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي وو.