په پاکستان کې د افغانستان سره په پوله کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی
په پاکستان کې د افغانستان سره په پوله کې د وسله وال او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته شوې ده .
په پاکستان کې د افغانستان سره په پوله کې د وسله وال او امنیتي ځواکونو ترمنځه نښته شوې ده .
د پاکستان د پوځ ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سره په پوله کې وسله والو په پوله ساتو ځواکونو برید وکړ چې وروسته نښته وشوه.
په نښته کې لږ تر لږه یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړ.
د پوځ ویاند ویلي دي چې برید کوونکي د پولې د پورې غاړې نه راغلي وو. هغه ویلي دي چې د برید کوونکو په برید کې ۲۹ کلن د مردان ولایت اوسیدونکي سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پوځ ویاند زیاته کړې ده چې پاکستان د دیته ورته بریدونو د مخنیوي په خاطر د افغانستان سره په جنجالي پوله کې اغزن مزي غځولي دي. دا تدابیر د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
د ویلو ده چې تیره ورځ په سویلي وزیرستان کې په پاکستاني پوځیانو برید شوی وو چې له امله يي دوو پوځیانو او ۶ تنو وسله والو ژوند د لاسه ورکړی وو.