د بلوچستان په نصیر آباد ولسوالۍ کې پر پولیسو بمي برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت د نصیرآباد په ولسوالۍ کې د پولیسو د ګزمې د موټر ترڅنګ چاودنه وشوه.
998081
د پاکستان د بلوچستان ایالت د نصیرآباد په ولسوالۍ کې د پولیسو د ګزمې د موټر ترڅنګ چاودنه وشوه.
د سیمې د پولیسو په وینا پدې چاودنه کې ۶ تنه ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د برید اصلي هدف د پولیسو د ګزمې موټر وو. د پولیسو پر مټ پداسې حال کې برید وشو چې د سیمې نه د تیریدو په حال کې وو.
د پیښې نه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.
پدې پيښه کې پولیس هم ټپيان شوي دي. ویل کیږي په ټپیانو کې یو تن د پولیسو مشر په ګډون ۳ تنه پولیس او درې تنه ملکي وګړي دي.
پولیسو ویلي دي چې د پولیسو مشر عنایت بګتي هم د ګزمې پر موټر کې وو چې چاودنه پرې وشوه.