د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو په یو مشر خونړی برید وشو.
په کوټه کې د پولیسو د یو مشر پر موټر خونړی برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د پولیسو په یو مشر خونړی برید وشو.
د کوټې ښار نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د کوټې ښار نوان کلي په سیمه کې نامعلومو وسله والو د پولیسو د یو جګپوړي چارواکي پر موټر ډزې وکړې چې په پایله کې د پولیسو مشر ټپي او د هغه زوی او یو خپلوان ژوند د لاسه ورکړ.
پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه د نوان کلي د بسونو د وروستي تم ځای ترڅنګ رامنځته شوې ده . پولیسو ویلي دي چې نامعلومو وسله والو د کوټې د ښار د پولیسو د یو مشر عبدالصمد خان پر موټر چې د سیمې نه تیریده وسله وال برید وکړ.
په برید کې د پولیسو مشر عبدالصمد خان سخت ټپي شوی ، د هغه زوی او یو تن خپلوان ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د پیښې د سیمې نه په تیښته بریالي شوي دي خو د نیولو په خاطر يي پراخه پلټنې پیل شوي دي.
د پولیسو د مشر روغتیايي حالت هم ښه ندی. هغه د لا ښې تداوۍ په خاطر پوځي روغتون ته انتقال کړی شوی دی.