اردوغان ته د يو هندي عالم خطاب

د هندوستان يو تن نامتو ديني عالم شيخ سلمان الحسيني الندوي په يو ويډيويي پيغام كې اردوغان ته خطاب وكړ.

983305
اردوغان ته د يو هندي عالم خطاب

 

شيخ ندوي په خپله وينا كې په ۲۰مه پېړۍ كې د تركيې په ګډون د اسلامي نړۍ ستونزو او ناوخوالو ته اشارې سره څرګنده كړه چې اوسمهال يواځې اردوغان كولاى شي چې د اسلامي نړۍ ستونزې آوارې كړي.

شيخ ندوي څرګنده كړه چې اردوغا اوس يواځې د تركيې او تركي ځوانانو مشر نه دى. بلكې له اندونېزيا او مالېزيا نيولې د هند او پاكستان پورې د ټولو مسلمانانو ليډر دى. د همدې امله په هند كې د ۳۰۰ ميليونه مسلمانانو په استازيتوب له تركي ولس غواړو چې په راتلونكو ټاكنو كې دې د رجب طيب اردوغان او ګوند تر څنګ ودريږي.



اړوند خبرونه