د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې چاودنه شوې.
په پیښور کې په یو هوټل کې چاودنه شوې
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پیښور ښار کې چاودنه شوې.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پيښور ښار د جي ټي روډ پر سر د بلال ټاون په سیمه کې په یو هوټل کې درنده چاودنه شوې.
په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۴ تنو غړیو ژوند د لاسه ورکړ او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته راورسیدې او درې تنه ټپیان يي روغتون ته انتقال کړل.
د ټپیانو نه هم یو تن د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه او ژوند يي د لاسه ورکړ.
د سیمې پولیسو ویلي دي چې ټپيان لیډې ریډنګ روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
پولیسو ویلی دي چې چاودنې د ځاني زیانونو سربیره مالي زیانونه هم اړولي دي. د چاودنې له امله د هوټل ډیری هیندارې ماتې شوي او لاندې په ولاړو موټرو راغورځیدلي دي.
پدې پيښه کې ګن شمیر موټرانو هم جدي زیان لیدلی دی.
پولیسو ویلي دي چې د چاودنې ډول تر اوسه پورې معلوم ندی. د تحقیقاتو ډله په سیمه کې ځینې دلیلونه راټول کړي دي.
د لا معلومه نده چې چاودنه د برښنا د شارتۍ، ګازو ډبې او که بم له امله رامنځته شوې ده .
چاودنه ډیره زوروره وه. د هوټل نور مساپر هم په امن کې تخلیه شوي دي.