د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت زورورې زلزلې ولړزو.
په خیبرپښتونخو کې زوروره زلزله وشوه
966845

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت زورورې زلزلې ولړزو.
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د خیبرپښتونخوا ایالت یو زیات شمیر ښارونه د ریشتر په کچه د ۵ عشاریه ۵ په لویوالي سره زورورې زلزلې ولړزول.
ویل کیږي زلزله د مانسهره، مالاکنډ، خیبرایجینسۍ، کوهاټ، نوشهره او سوات په ښارونو کې رامنځته شوې ده .
د زلزلې مرکز د بنو ښار شمالي لورې ته په ۲۵ کیلومترۍ کې سیمه ښودل شوې ده.
په زلزله کې تر اوسه پورې د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د پاکستان دولتي تلویزیون ویلي دي چې زلزله د مځکې لاندې په ۱۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .