په پاکستان کې د سکرو په معدن کې د مځکې ښویدو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیره ۲۲ تنو ته لوړه شوه
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د ډبرو سکرو معدن کې د مځکې ښویدو په پایله کې د مړو شمیره ۲۲ تنو ته لوړه شوه.
965131
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د ډبرو سکرو معدن کې د مځکې ښویدو په پایله کې د مړو شمیره ۲۲ تنو ته لوړه شوه.
د سیمه ایزو چارواکیو په وینا په معدن کې ۲۳ تنو کارګرانو کار کولو چې دا پیښه رامنځته شوه.
د نوموړو کارګرانو نه د ۲۲ تنو مړي موندل شوي او یواځې د یو تن مړی تر اوسه پورې ندی موندل شوی.
د پاکستان د مسلم لیګ ن د ګوند ایالتي مشر امیر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د ۲۲ تنو کارګرانو مړي موندل شوي دي. د پاتې یو تن د موندولو په خاطر هم چارې دوام لري.
هغه د نوموړو کارګرانو د کورنیو سره د سل سل زره پاکستاني کلدارو د مرستې کولو نه خبر ورکړ.
هغه ویلي دي چې د معدن نه د راویستل شوو کارګرانو مړي د هغوي کورنیو ته سپارل شوي دي. هر څه ژر به په خپلو پلرونیو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شي.