د پاکستان په  شمالي وزیر  کې  تیره شپه د واده  په مراسمو د لاسي بمونو برید وشو.

په شمالي وزیرستان کې د واده په مراسمو بمي برید وشو

959539
د پاکستان په  شمالي وزیر  کې  تیره شپه د واده  په مراسمو د لاسي بمونو برید وشو.

د پاکستان په  شمالي وزیر  کې  تیره شپه د واده  په مراسمو د لاسي بمونو برید وشو.

د شمالي وزیرستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  تیره شپه  د واده په مراسمو د لاسي بمونو دوه جلا جلا بریدونه وشول چې له امله يي لږ تر لږه  ۲ تنه مړه  او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شول.

د سیمې  مقاماتو ویلي دي چې  د پيښې ټپیان  سمدلاسه نږدې روغتونونو ته  انتقال شول شول. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايی حالت  د انديښنې وړ  دی. یو تن  ټپي  چې  روغتیايي حالت يي ډیر زیات باریکه وو د درملنې په خاطر پيښور ته  استول شوی دی.

ویل کیږي په ټپیانو ماشومان هم  شتون لري.

د سیمې مقاماتو ویلي دي  د واده په مراسمو د لاسي بمونو  د برید نه سربیره یوه بله چاودنه هم  شوې ده . د چارواکیو په وینا  امنیتي ځواکونو  په سیمه کې یو ماین  کشف  کړ چې د شنډولو په خاطر يي  متخصص  ډله راوغوښته. یادې شوې ډلې  د ماین د شنډولو هڅه کوله چې  چاودنه وشوه.

پدې پيښه کې  یو تن  متخصص مړ  او درې تنه نور ټپیان شول.



اړوند خبرونه