پر كونړ د هوايي بريد له امله پاكستان ته خبردارى
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د كونړ د ولايت د دانګام د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د پاكستاني هوايي ځواكونو لخوا د بريد په اړه يوه اعلاميه خپره كړه.
945448
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د كونړ د ولايت د دانګام د ولسوالۍ په مربوطاتو كې د پاكستاني هوايي ځواكونو لخوا د بريد په اړه يوه اعلاميه خپره كړه.
په اعلامهي كې راغلي دي چې دا بريد د نړيوالو قوانينو او ښه ګاونډيتوب د اصولو خلاف عمل دى او د دوام په صورت كې به د دواړو هېوادونو پر اړيكو باندې ناوړه اغېزه وكړي.
په اعلاميه كې راغلي دي چې پاكستاني هوايي ځواكونو تېر ماښام د دانګام د ولسوالۍ په مربوطاتو كې پر يوې سيمې ۴ بمونه غورځولي دي چې په پايله كې د سيمې خلكو ته مادي زيان اوښتى دى