بیت المقدس د عربانو د میراث د دایمي پلازمینې په توګه وټاکل شو.
عربي ټولنې بیت المقدس د عربانو د میراث د دایمي پلازمینې په توګه قبول کړ
928223
بیت المقدس د عربانو د میراث د دایمي پلازمینې په توګه وټاکل شو.
بیت المقدس د عربي ټولنې لخوا د عربانو د میراث د دایمي پلازمینې په توګه وټاکل شو.
د فلسطین رسمي خبري اژانس د خبر له مخې عربي ټولنې تیره ورځ د مصر په پلازمینه قاهره کې د عربانو د میراث ورځ ولمانځله.
په خبر کې راغلي دي چې پدې مراسمو کې د بیت المقدس د احیا او اسلامي څیړونو د ادارې ریس خلیل قره جه الرفاهي په مشرۍ فلسطیني هیت ګډون کړی وو.
عربي ټولنې پدې غونډه کې بیت المقدس د عربانو د دایمي میراث د پلازمینې او په ۲۰۱۹ کال کې د عربانو د میراث ورځ د بیت المقدس میراثونو ته د ځانګړې کولو پریکړه وکړه.