د اختر په ورځو كې د ۵۱ تنو مړينه

په چين كې د پسرلي اختر چې د نوي كال د اختر په نامه هم ياديږي، د لمانځنې په مراسمو كې ۵۱ تنه مړه او ۹ تنه ټپيان شوي دي.

916183
د اختر په ورځو كې د ۵۱ تنو مړينه

په چين كې د پسرلي اختر چې د نوي كال د اختر په نامه هم ياديږي، د لمانځنې په مراسمو كې ۵۱ تنه مړه او ۹ تنه ټپيان شوي دي.

ددې هېواد د عامه امنيت د وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد كې د فبرورۍ د ۱۵ – ۲۱مې نېټېو ترمېنځ عمومي رخصتي ده. پدې ورځو كې په ټول هېواد كې د هوايي فشنګونو او اورلوبو له امله په ۱۲ زره سيمو كې اورلګېدنه رامنځته شوې ده چې ټول ټال شاوخوا ۹ ميليونه ډالره زيان يې اړولى دى.

په چين كې د فبرورۍ ۱۶مه نېټه د چينايي كليزې پر اساس چې ۱۲ مياشتې يې د ۱۲ حيواناتو په نومونو ياديږي، د سپي كال پيل شو.

د نوي كال په لومړۍ شپه د چينايي عنعنو پر اساس د ناولو ارواحو د شړلو په موخه پراخه اورلوبې كيږي.

په چين كې د هوا د ككړتيا او اورلګېدنې د ګواښ له امله په ۴۰۰ ښارونو كې اورلوبې ممنوع دي.

ددې سره سره په ټول هېواد كې د اورلوبو له امله ۵۱ تنه وژل شوي دي.



اړوند خبرونه