په باجوړو کې په پاکستاني سرتیرو ځانمرګی برید وشو
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ په قبایلي سیمه کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د باجوړ په قبایلي سیمه کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو.
د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د باجوړ ایجنسۍ د ماموند ولسوالۍ د ګټکي په سیمه کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وشو.
ویل کیږي ځانمرګی برید کوونکی مخکې ددینه چې امنیتي ځواکونو ته نږدې شي ځان يي ولوزو.
د سیمې چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې په امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال د ځانمرګي برید هڅه وشوه. لومړی یو تن ځانمرګي برید کوونکي امنیتي ځواکونو ته د ښه نږدې کیدو نه مخکې ځان ولوزو چې وروسته دویم ځانمرګی د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.
ویل کیږي پدې پيښه کې پاکستاني سرتیرو ته ځاني زیان ندی اوښتی او یواځې ترهګر له منځه تللي دي.
د برید نه وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه او د پلټنې عملیات يي پیل کړل.
د برید نه وروسته یو زیات شمیر د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې.
د ویلو ده چې تیره اوونۍ هم باجوړ سیمه کې د سولې د کمیټې په یو غړي چاودنه وشوه.