عمران خان د دریم ځل لپاره واده وکړ
د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان دریم واده وکړ
د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مشرعمران خان د دریم ځل لپاره واده وکړ.
د پاکستان د کرکټ د نړۍ پخواني نامتو ستوري عمران خان چې وروسته سیاست ته مخه وکړه او اوس د یو لوی سیاسي ګوند مشر دی د دریم ځل لپاره واده وکړ.
عمران خان داځل د بوشرا مانیکا په نامه ښځې سره د ډیرو ساده مراسمو په ترڅ کې نکاح عقد وکړ. عمران خان پرون یکشنبه د فبروري اتلسمه په لاهور کې د ساده مراسمو په ترڅ کې د دریم ځل لپاره واده وکړ.
د عمران خان نکاح د یاد شوي ګوند یو تن غړي مفتي سعید وتړله. د ویلو ده چې د عمران خان د دویم واده نکاح هم مفتي سعید تړلې وه.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند هم د عمران خان د واده پخلی کړی دی. تحریک انصاف ویلي دي چې عمران خان پرون یکشنبه په لاهور کې د میرمن بوشرا مانیکا سره واده وکړ.
د تحریک انصاف ګوند ویاند فواد چوردي ویلي دي چې د عمران خان د نکاح مراسم د میرمن بوشورا مانیکا په کور کې ترسره شول.
د عمران د نکاح په مراسمو کې یواځې د هغوې ډیرو نږدې خپلوانو ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې تیره میاشت د عمران خان د واده کولو په اړه ځینې رپوټونه خپاره شول خو د تحریک انصاف د ګوند لخوا رد شوي وو.
تحریک انصاف ګوند ویلي وو چې عمران خان میرمن بوشرا مانیکا ته د واده وړاندیز کړی دی خو د ځواب په تمه دی.
د ویلو ده چې د عمران خان نوې ښځې بوشرا مانیکا هم د ټویټر له لارې د عمران خان سره خپل واده د یو پیغام په خپرولو سره پخلی وکړ.
میرمن مانیکا د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې( د الله په فضل او کرم مونږ نوی ژوند پیل کړ. ستاسې دعا ته ضرورت لرو. )
د ویلو ده چې عمران خان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۵ کال کې واده کړی وو چې په ۲۰۰۴ کال کې خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ.
عمران خان د دویم ځل لپاره بیا د پاکستان د یوې نامتو ویاندې ریحام خان سره واده وکړ چې دې واده هم یواځې لس میاشتې دوام وکړ.
عمران خان ریحام خان ته هم طلاق ورکړ.
عمران خان دا ځل د میرمن بوشرا مانیکا سره واده وکړ. .