د ايران په ښوونځيو كې پر انګليسي بنديز!
د ايران په لومړنيو ښونځيو كې د انګليسي ژبې پر تدريس باندې بنديز ولګول شو.
884128
د ايران د زړه كړو د عالي شورا مشر مهدي نويد ادهم څرګنده كړه چې په دولتي او خصوصي لومړنيو ښونځيو كې د انګليسي ژبې تدريس د قوانينو نه سرغړونه ده.
د ايراني ديني مشران ادعا كوي چې پدې ډول به د لوېديځ د كلتوري يرغل مخه ونيول شي.
د ايران په تدريسيي نصاب كې د انګليسي ژبه د لېسې په دوره كې پيليږي خو په ځينو لومړنيو ښونځيو كې هم ددې ژبې تدريس ترسترګو كيږي.
د ايران ديني مشر په ۲۰۱۶م كال كې د يوې وينا پر مهال څرګنده كړې وه چې د انګليسي ژبې تدريس حتى د وړكتونونو پورې هم غځېدلى دى. نوموړي په خپله وينا كې ښوونكو ته وويل چې كه څه هم د بهرنۍ ژبې د تدريس سره مخالفت نه لري خو ماشومانو او ځوانانو ته له دې لپاره بهرنى كلتور معرفي كيږي.