د ايران په اړه امريكا ته د روسيې خبردارى
روسيې د امريكا د متحدو ايالتونو لخوا د ايران په كورنيو چارو كې د لاسوهنې نه ډډې كولو خبردارى وركړ.
881818
په ايران كې د دسمبر د مياشتې د ۲۸مې نېټې راهيسې د روانو لاريونونو نه د ملاتړ په موخه د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر د ټويټر له لارې څرګندونې كړې وې.
ايراني چارواكو د ترمپ ددې عمل په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته شكايت وكړ.
د بله پلوه روسيې هم پدې برخه كې له ايرانه د ملاتړ په موخه د امريكا ولسمشر ټرمپ ته خبردارى وركړ.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال سرګي ريابكوف څرګنده كړه چې امريكا ته خبردارى وركوو چې د ايران په كورنيو چارو كې لاسوهنه ونكړي. د روانو چارو نه د ناوړه ګټې پورته كولو په موخه د يو زيات شمېر اقداماتو سره سره روسيه باور لري چې د يو ګاونډي هېواد په توګه به ايران ددې ټولو ستونزو نه فارغ شي او د اتومي لانجې د حل په ګډون به تهران زموږ پياوړى شريك هېواد وي.