په پاکستان کې د سند په ایالت کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده .
په پاکستان کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی
په پاکستان کې د سند په ایالت کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیره مخ په لوړیدو ده .
په پاکستان کې یوه مساپروړونکې کښتۍ چې تر ۶۰ ډیر کسان پکې سپاره ول د زورور باد او توپان په پایله کې په اوبو کې ډوبه شوه. د ژغورنې ډلو تر ۲۰ ډیر کسان ژوغورلي او د ۱۸ تنو مړي يي د اوبو نه راویستي دي.
ویل کیږي پاتې کسان لا درکه دي او د ژغورولو په خاطر يي عملیات دوام لري.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې یاد شوي کسان د پاکستان د یو نامتو صوفي زیارت ته روان وو چې په لاره کې کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه.
په وژل شوو کسانو کې ۵ ښځې او څلور تنه ماشومان هم شامل دي. د پیښې قربانیان د کراچۍ د ښار اوسیدونکي دي. د پیښې د قربانیانو مړي د میرپور سکرو روغتون ته استول شوي دي.
پدې پیښه کې ۴ تنه ټپیان شوي دي چې د درملنې لاندې قرار لري.
پیښه د پاکستان د سند ایالت اړوند د ټاټا د ښار په سواحلو کې رامنځته شوې ده .
د ټاټا د ښار د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې نوموړي کسان د یو صوفي په زیارت کې په جوړو شوو دیني مراسمو کې د ګډون په موخه روان وو چې په لاره کې د سخت باد او زورور توپان له امله کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه.
د پاکستان د سمندري ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د لا درکه شوو کسانو د موندولو په خاطر عملیات دوام لري. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې کیدای شي د مړو شمیره لوړه شوي.
همداشان د پاکستان ځینو خبري رسنیو بیا ویلي دي چې دا پيښه په سمندر کې د دوو کښتیو د جنګیدو په پایله کې رامنځته شوې ده . خو ځینو نورو بیا ویلي دي چې پيښه د زورور باد له امله رامنځته شوې ده .