د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په امنیتي ځواکونو بمي برید وشو.
په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو بمي برید وشو
857327
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په امنیتي ځواکونو بمي برید وشو.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د بلوچستان ایالت د سانګان په سیمه کې په امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه.
په چاودنه کې دوو تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
د سانګان د سیمې د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د امنیتي ځواکونو د موټر ترڅنګ چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې بم د مخکې نه د سړک په غاړه کې ځای په ځای شوی وو.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې ۲ تنه سرتیري مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو د مشر په وینا د پیښې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې او د پیښې ټپيان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړل.
امنیتي ځواکونو په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پيل کړي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.