په پیښور کې په پولیسو خونړی برید وشو
په پیښور کې د پولیسو د موټر ترڅنګ چاودنه وشوه
853856

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په مرکز پيښور ښار کې د پولیسو په موټر زوروره چاودنه وشوه.
د پیښور نه د ترلاسه شوي لومړني رپوټ له مخې چاودنه د پيښور ښار د حیاب آباد په سیمه کې د پولیسو د یو مشر په موټر شوې ده .
چاودنه د تاتارا پارک د زرغوني جومات ترڅنګ شوې ده . د چاودنې نه وروسته د پولیسو موټر اور واخیست .
په پیښه کې د پولیسو مشر په ګډون ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پیښور ښار د پولیسو یو تن اعجاز خبري رسنیو ته وویل چې چاودنې اصلي هدف د پولیسو د یو مشر موټر وو چې پدې پيښه کې د پولیسو مشر د دوو تنو نورو پولیسو سره ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د چاودنې ډول لا معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات دوام لري.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.