د پاکستان د کوټې په ښار پر پولیسو وسله وال برید وشو.
په کوټه کې په پولیسو وسله وال برید وشو
826265
د پاکستان د کوټې په ښار پر پولیسو وسله وال برید وشو.
د کوټې نه په رارسیدلي رپوټ کې ویل شوي دي چې په پولیسو د وسله وال برید له امله یو تن پولیس مړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته روغتیايی ډلې سیمې ته راورسیدې او ټپیان يي روغتون ته انتقال کړل.
د کوټې پولیسو ویلي دي چې برید د نامعلوم وسله وال لخوا شوی دی چې د نیولو په خاطر يي پراخه څیړنې پيل شوي دی.
پولیسو ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن پولیس مړ او د دوو تنو پولیسو او یو تن ماشوم په ګډون ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.