د پاکستان په سرحدي سیمه خیبر ایجنسۍ کې  د پوځ  په یوې پوستې  وسله وال برید وشو.

د افغانستان او پاکستان په پوله کې د پاکستاني ځواکونو په پوستې وسله وال برید وشو

819637
د پاکستان په سرحدي سیمه خیبر ایجنسۍ کې  د پوځ  په یوې پوستې  وسله وال برید وشو.

د پاکستان په سرحدي سیمه خیبر ایجنسۍ کې  د پوځ  په یوې پوستې  وسله وال برید وشو.

د پاکستان  د پوځ د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د خیبر ایجنسۍ د وادي راجګال  د دره مرسل  په سیمه کې  د افغاني  طالبانو  لخوا د پوځ  په یوې پوستې  وسله وال برید وشو. په برید کې  یو تن پاکستاني  افسر  اظهر علي  ژوند د دلاسه ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  څو ورځې مخکې هم  د افغانستان له لورې  د پاکستاني ځواکونو په یوې  پوستې د ډزو له امله  پاکستاني افسر  ژوند د لاسه ورکړی وو. د تیرې یوې اوونۍ په دننه کې  دا دویم  پاکستاني  افسر دی چې وژل کیږي.

د پاکستان  پوځ په افغان حکومت  تور لګولی دی چې  د ترهګرو  د مخنیوۍ  په برخه کې  مهم  ګام  ندی اوچت کړی.



اړوند خبرونه