د نواز شریف څوکۍ د هغه میرمنې وګټله
نواز شریف خپل محبوبیت یو ځل بیا ټولو ته څرګند کړ
د پاکستان په ولسي جرګه کې د نواز شریف څوکۍ چې یو څه موده مخکې د محکمې په حکم د دندې ګوښه کړې شو د هغه میرمن ګلثوم نواز نواز شریف وګټله.
تیره ورځ د پاکستان د لاهور په ښار کې د نواز شریف تشې شوې څوکۍ د ګټلو په خاطر د ۴۴ تنو نوماندانو ترمنځه سیالي وشوه.
د پاکستان د لاهور په ښار کې تیره ورځ د نواز شریف نه د تشې شوې څوکۍ لپاره ټاکنۍ وشوې.
پدې ټاکنو کې د نواز شریف میرمن ګلثوم نواز شریف قوي رقیبې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف نوماندې ته د ماتې په ورکولو سره ستر بری ترلاسه کړ.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف میرمن ګلثوم نواز شریف پدې ټاکنو کې د ۶۱ زره ۲۵۴ رایو په ترلاسه کولو سره خپلې نږدې رقیبې د تحریک انصاف نوماندې یاسمین راشد ته د ۱۴۱۸۸ رایو په توپیر سره ستره ماته ورکړه.
یاسمین راشد پدې ټاکنو کې د ۴۷زره ۶۶ رایو په ترلاسه کولو سره په دویم کتار کې ځای ونیو.
پدې ټاکنو کې بیا د اصف زرداري په مشرۍ د پیپل پارټۍ نوماند فیصل میرنی یواځې ۲۵۲۰ رایې ترلاسه کړې.
د ټاکنو د پایته رسیدو او لومړنیو نتایجو د اعلانیدو نه وروسته د پاکستان د مسلم لیګ نواز شریف ګوند خپل بری اعلان کړ او په جشنونو يي لاس پورې کړ.
د ویلو ده چې د په پاکستان کې پدې ټاکنو کې په ځینو رای اچونې مرکزونو کې د لومړي ځل لپاره د بایمتریک برښنايي سیستم نه کار واخیستل شو.
همداشان ګلثوم نواز شریف د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله د ټاکنو د کمپاینونو پر مهال په لندن کې د تداوۍ لاندې وه چې کمپاین يي د لور مریم نواز شریف لخوا پر مخ وړل کیده.