اسراييل څرنګه په عاموژنو كې د ميانمار سره مرسته كوي؟
اسراييل د ميانمار د اوردو سره چې په روهينګيا كې د مسلمانانو د عاموژنې اصلي عناصر دي، له اوږدو كلونو راهيسې مرسته كوي.

اسراييلو د ميانمار سره د نظامي همكارۍ د ځنډولو غوښتنه چې د بشري حقونو د ځينو ټولنو لخوا شوې وه، رد كړه.
د منځني ختيځ د څارنې د ادارې د راپور له مخې اسراييلي مقاماتو څرګنده كړه چې د ميانمار سره د دوى نظامي همكاري پر ډيپلوماټيكو ارزښتونو ولاړه ده.
د يادولو وړ ده چې د وسلې جوړولو ځينې اسراييلي كمپينۍ له اوږدې مودې راهيسې د ميانمار د نظامي حكومت سره نږدې همكاري لري. حتى د ټار په نامه يوه اسراييلي كمپنمۍ د رخين په ښار كې د ميانمار د هغو كومانډو ځواكونو روزنه هم پر غاړه لري چې د روهينګيا د مسلمانانو په عاموژنه كې مخامخ لاس لري.
اسراييلو تر اوسه پورې پر ميانمار باندې تر ۱۰۰ زيات ټانكونه پلورلي دي. سربېره پر دې د ميانمار د سرحدي پوليسو لخوا د كوچينو نظامي كيښتيو تداركات هم د اسراييلي كمپنيو پر غاړه دي.
دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو په ګډون د اروپايي ټولنې هېوادونو پر ميانمار باندې د وسلې پر پلورلو بنديز لګولى دى.
اړوند خبرونه

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف ومړ
د پاکستان پخوانی کودتاچي ولسمشر پروېز مشرف په متحده عربي اماراتو کې په روغتون کې ومړ.

په کوټه کې د پولیس لاین ترڅنګ چاودنه شوې
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د پولیس لاین ترڅنګ درنده چاودنه شوې ده .