پاكستان ته د امريكا خبردارى

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ پاكستان ته خبردارى وركړ چې په نوموړي هېواد كې د طالب اورپكو پر پټنځايونو باندې نورې سترګې نشي پټولاى.

794316
پاكستان ته د امريكا خبردارى

 

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ پاكستان ته خبردارى وركړ چې په نوموړي هېواد كې د طالب اورپكو پر پټنځايونو باندې نورې سترګې نشي پټولاى.

ټرمپ چې تېره شپه په امريكا كې د افغانستان او جنوبي آسيا په اړه د خپلې نوې تګلارې د جزيياتو په اړه خبرې كولې، پر پاكستان تور ولګولو چې ترهګرو ته پټنځايونه وركوي.  ټرمپ وويل چې امريكا په ميلياردونو ډالر پاكستان ته وركوي خو هغوى هغو ډلو ته په خپل هېواد كې ځاى وركوي چې د تاوتريخوالي او بې نظمۍ سبب شوي دي.

د نوموړي په وينا اوس ددې وخت راغلى دى چې پاكستان د سولې او تمدن لپاره په خپلې وعدې وفا وكړي.

دا لومړى ځل دى چې د ټرمپ په مشرۍ د امريكا نوې اداره پر پاكستان دومره سختې نيوكې كوي.



اړوند خبرونه