د پاکستان د وروستي برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست
په پاکستان کې په پوځیانو د برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست
789091
د پاکستان د کوټې په ښار کې په پوځیانو د خونړي برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
وړمه ورځ د پاکستان د کوټې په ښار کې د پوځیانو په یو بس د ځانمرګي برید مسئولیت چې له امله يي ۱۵ تنه مړه او تر ۴۰ ډیر ټپیان شول د داعش ترهګرې ډلې به غاړه واخیست.
د ویلو ده چې وړمه ورځ یو تن ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه بار موټر سایکل د پوځیانو د لیږدل د بس سره وجنګو. پیښه د ښار تر ټولو په ګڼه ګوڼه د بسونو د تم ځای ترڅنګ رامنځته شوه.
په پیښه کې د ۸ تنو سرتیرو په ګډون ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر ۴۰ تنو ډیر پکې ټپیان شول.
داعش ترهګرې ډلې پداسې حال کې په پاکستاني پوځیانو خونړی برید وکړ چې نن دوشنبه د نوموړي هیواد د استقلال د ورځې د ۷۰ یمې کلیزې لمانځه کوي.