په خیبرپښتونخوا کې د استخباراتو د افسر په ګډون ۴ تنه ووژل شول
د پاکستان د اپر دیر په ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال خونړۍ چاودنه وشوه
786539
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اپر دیر په ولسوالۍ کې د استخباراتو د افسر په ګډون ۴ تنه سرتیري ووژل شول.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د ادارې د خبر له مخې د استخباراتو د ادارې منسوبینو د اپر دیر ولسوالۍ د شیروت کيي او تیمر ګره په سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه راپور ترلاسه کړ .
د استخباراتو د ادارې افسر میجرعلي سلمان په مشرۍ ځانګړي ټیم د ترهګرو د نیولو په خاطر عملیات پیل کړل.
د امنیتي ځواکونو لخوا د ترهګرو د محاصر کولو او نیولو پر مهال د ترهګرو نه یو تن ځان ولوزو او بل تن په ډزو پیل وکړ. امنیتي ځواکونو نور ترهګر له خپو وغورځول او یو تن يي ژوندی ونیو.
په چاودنه کې د عملیاتو مشر میجر علي سلمان او ۳ تنو نورو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.