د حسن روحاني ورور ونيول شو!
په ايران كې د ولسمشر حسن روحاني ورور د پوليسو لخوا د مالي جرايمو په تور نيول شوى او د څارنوالۍ په امر په نظارتخانه كې دى.
د ايران د قضايه قويې وياند غلام رضا محسني اژه پدې اړه وويل چې د روحاني ورور او مرستيال حسين فريدون د مالي جرايمو په تور نيول شوى دى.
ددې هېواد د تنسيم د خبري آژانس د معلوماتو پر اساس د يكشنبې په ورځ د قضايي قويې وياند په يوې خبري غونډه كې وويل چې حسين فريدون چې په يو شمېر غير قانوني كارونو يې لاس پورې كړى وو، نيول شوى دى.
حسين فريدون په عين حال كې د روحاني نږدې مشاور هم وو. نوموړى پخوا د كرج او نيشاپور د ولايتونو والي هم وو.
د ايراني مېډيا د معلوماتو پر اساس حسين فريدون د پخواني ولسمشر احمدي نژاد د واكمنۍ پر مهال د صرافۍ دوكان درلود چې په هېواد كې د اقتصادي بې ثباتۍ او د اسعارو د نرخونو نه په ګټې اخيستلو سره د پام وړ شتمني خپله كړې وه.
د فريدون د جرم د جزيياتو په اړه څه نه دي ويل شوي خو دا لومړى ځل دى چې د يو برحاله ولسمشر ورور د پوليسو لخوا نيول كيږي.