داعش  ترهګرې ډلې  یو ځل بیا  ستر قتل عام وکړ.

داعش ترهګره ډله چې په عراق کې په وروستیو سلګیو کې قرار لري په قتل عامونو يي لاس پورې کړی دی

764629
داعش  ترهګرې ډلې  یو ځل بیا  ستر قتل عام وکړ.

داعش  ترهګرې ډلې  یو ځل بیا  ستر قتل عام وکړ.

داعش ترهګرې ډلې  د موصل ښار د تلعفر  په ولسوالۍ کې  تر ۲۰۰ تنو ډیر ترکمنانو چې  سیمې نه د تیښتې د هڅې په تور يي نیولي وو د څه باندې  دوو میاشتو بند نه وروسته يي ټول  په بې رحمانه  توګه ووژل.

د موصل ښار  د ولایتي شورا مرستیال  نورالدین کپلان  ویلي دي چې  داعش ترهګرې ډلې  نږدې  دوه میاشتې مخکې  د تلعفر په ولسوالۍ کې  تر ۲۰۰ تنو  ډیر ترکمنان  چې  باامنو سیمو ته يي د تلو هڅه کوله  نیولي وو. داعش  ترهګرې ډلې  په موصل ښار کې  د ډیرو سیمو د لاسه ورکولو نه وروسته  په قتل عامونو پیل کړی دی. داعش  لومړی  دا کسان  چې تر دوو میاشتو راهیسې ورسره  بندي ول  ووژل.

هغه ویلي دي چې  ددې بې ګناه کسانو په منځ کې ښځو او ماشومانو هم  شتون درلود.

د هغه په وینا  داعش ترهګرې ډلې  د څو میاشتو راهیسې په تلعفر ولسوالۍ کې  د ملکي میشتو خلکو  په کورونو او د کورونو  ترشاه  نظامي مرکزونه  جوړ کړي دي. داعش  د تلعفر د سیمې د ملکي وګړو نه  د سپر په توګه  کار اخلي. همداشان هر هغه څوک چې د تیښتې هڅه وکړي  په بې رحمانه  توګه يي  وژني.

د یادولو  وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال  د جون په میاشت کې د موصل د نیولو سره سم  د تلعفر ښار هم  ونیولو. یاده شوې ولسوالۍ د عراق تر ټولو  د لویو ولسوالیو نه یوه ده. په یاده ولسوالۍ کې ډیری ترکمنان  میشت  دی. دا ولسوالۍ اوس هم  د داعش  ترهګرې دلې تر کنټرول  لاندې ده.


پيوندونه: #داعش , #موصل , #تلعفر

اړوند خبرونه