د پاکستان د کوټې په ښار کې د پولیسو د مرکز ترڅنګ درنده چاودنه وشوه.
پاکستان کې درنده چاودنه وشوه
د پاکستان د کوټې په ښار کې د پولیسو د مرکز ترڅنګ درنده چاودنه وشوه.
د پاکستان د کوټې ښار د جناح په نامه د پولیسو د مرکز او عمومي مفتش د دفتر ترمنځه د شهیدانو په چوک کې زوروره چاودنه وشوه.
په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو نه د څو تنو روغتیايي حالت ښه ندی. د پیښې د قربانیانو نه ۳ تنه پولیس دي. چاودنه د پاکستان په ځايي وخت د ۸ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
په ټپیانو کې ماشومانو هم شتون لري.
د کوټې د ښار د پولیسو یو تن مشر عبدالرزاق چیمه خبري رسنیو ته ویلي دي چې پولیسو د سترې فاجعې مخه ونیوله. برید کوونکو غوښتل چې د چاودیدونکو توکو سره د بار موټر سره د پولیسو مرکز ته ننوځي او هلته چاودنه وکړي خو پولیسو يي مخه ونیوله. موټر يي ودرولو. د پولیسو لخوا د موټر د درولو سره سم چاودنه وشوه. هغه ویلي دي چې په سیمه کې دوه موټرې ټوټې ټوټې شوي دي خو دا معلومه نده چې چاودنه په کوم موټر کې شوې ده .
د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي څو کیلومتره لرې اوریدل شوی دی .
د ویلو ده چې د ژغورنې ډلو د چاودنې نه سمدلاسه وروسته د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال کړي دي.
د چاودنې په سیمه کې یو ډیر ټوټې ټوټې شوی دی چې ګمان کیږي چاویدونکي توکي په همدې موټر کې ځای په ځای شوي وو.