په پیښور کې د سولې د لښکر په مشر خونړی برید وشو

د پاکستان د پیښور په ښار کې د سولې د لښکر په مشر خونړی  برید وشو.

741749
په پیښور کې د سولې د لښکر په مشر خونړی برید وشو

د پاکستان د پیښور په ښار کې د سولې د لښکر په مشر خونړی  برید وشو.

د پيښور نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د پيښور  د متني په سیمه کې  د سولې د لښکر په مشر ارشاد احمد  خونړی  برید وشو.

په برید کې  د ارشاد احمد سربیره د هغه  درې تنه  ساتوونکي هم  وژل شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې د سولې د لښکر مشر  ارشاد احمد باندې د متني سیمې په بازار کې  د نامعلومو کسانو لخوا برید شوی  چې برید کوونکي د پیښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې د نوموړې پیښې نه وروسته  د برید کوونکي یا برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه  د پلټنې عملیات پیل شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې دا لا معلومه نده  چې  په ارشاد احمد خان د چا لخوا او ولې برید شوی دی .

د یادولو وړ ده چې  یو څه موده مخکې  د خیبرپښتونخوا د خیبرایجنسۍ په سیمه کې د سولې د لښکر په کارکوونکو خونړي برید شوی وو چې څو تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه