د ایران ولسمشر په سعودي او امریکا سختې نیوکې وکړې
روحاني : که چیرې سعودي د امریکا نه وسلې رانیسي ایران دا وسلې پخپله جوړوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې په سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتونو ډیرې سختې نیوکې وکړې.
د ایران ولسمشر روحاني پدې خبري غونډه کې د واشنګټن لخوا پر ایران د توغندیو د ازمایښتونو نه لاس په سر شۍ د غږ په اړه وویل« ایران چې کله لازم وګوري او اړتیا وویني توغندي ازمايي . پدې مسله کې د امریکا نه اجازې اخیستو ته اړتیا نلرو.»
هغه وویل چې ایران د بریدونو په خاطر نه بلکې د ځان نه د دفاع په خاطر توغندي جوړوي. که چیرې دا توغندي جوړ نکړو ځینې برخې به په خپلو سرونو کې د ایران په اړه غلط حساب او کتاب وکړي.
روحاني په سعودي عربستان کې د امریکا او اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کې پر ایران د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ سختو نیوکو په ځواب کې وویل « د سعودي عربستان دا سرمشریزه یواځې د یو نمایش لپاره جوړوه شوې وه. دې سرمشریزې هیڅډول کوم سیاسي هدف او لاسته راوړنې ندي درلودلي. د دا ډول نمایشونو جوړولو او یا د خپلو خلکو پیسې یو سوپر طاقت هیواد ته په ورکولو سره د ترهګرۍ ستونزه حل کیږي نه. »
روحاني وویل چې واشنګټن هیڅوخت د ترهګرۍ پر وړانډې واقعي مبارزه نده کړې. ځکه هغه څوک چې د ترهګرو نه ملاتړ کوي هغه هیڅکله د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې کولو د ادعا حق نلري.
روحاني ددې پوښتنې په ځواب کې چې سعودي عربستان د امریکا نه د میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې رانیسي ، ایا ددې په مقابل کې به تاسې د ایران نظامي پوتانشیل څه ډول قوي کړۍ؟ داسې وویل ، عربستان کولی شي چې د امریکا نه وسلې وپیري خو ایران دا وسلې پخپله تولیدوي. ایران پدې برخه کې د چا نه وسلو رانیولو ته اړتیا نلري.