ایران د پاكستان پر خاوره د بريد ګواښ وكړ.

د ايران د وسله وال پوځ مشر نن دوشنبه اسلام آباد ته خبردارى وركړ چې كه چېرې پر ګډه پوله باندې د سني اورپكو مخه ونه نيسي نو دوى به د پاكستان په خاوره كې د ترهګرو ځالې په نښه كړي.

728146

دا په داسې حال كې ده چې تېره ورځ د ايران ۱۰ تنه سرحدي ځواكونه د پاكستان سره پولې ته څېرمه په نښته كې وژل شوي ول. د ايراني مقاماتو د ادعا له مخې دا بريد په پاكستان كې د جيش العدل تر نامه لاندې د سني ملېشو د اورپكو لخوا ترسره شوى دى. ايران ادعا كوي چې د دواړو هېوادونو پر پوله باندې د نشه ايي توكو قاچاقبران تګ راتګ كوي.

جنرال محمد باقري څرګنده كړه چې ``زموږ لپاره د روانو حالاتو دوام د منلو وړ نه دى. موږ هيله لري چې پاكستاني چارواكي خپل سرحد كنترول كړي، ترهګر ونيسي او د دوى هډې وتړي. كه چيرې ترهګري بريدونه دوام ومومي نو موږ به د دوى پټنځايونه په پاكستان كې وولو.``

اړوند خبرونه