د افغان او پاکستاني‌ پوله ساتو ترمنځه نښته پایته رسیدلې

د افغان او پاکستاني‌ پوله ساتو ترمنځته نښته پایته رسیدلې خو دواړه خواوې په موضعګانو کې ماشه په ګوته انتظار باسي

726922
د افغان او پاکستاني‌ پوله ساتو ترمنځه نښته پایته رسیدلې

د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځه  تیره ورځ  د سهار په وختي‌ ساعتونو کې  پیل شوې  نښته ۱۲ ساعته وروسته  پایته ورسیده. 

د دواړو خواوو  سرحدي‌ ځواکونو  په پوله کې  موضعګانو په کیندو  پیل کړی دی. 

دواړه خواوو ته  پوله ساتي‌ لاس په ماشه  ناست  دي.

د  پاکستان  د پوځ  د سرچینې د معلوماتو له مخې  د تیرې ورځې  ۱۲ ساعته نښتې په ترڅ کې  لږ  تر لږه  ۱۱ تنه مړه او ۴۶ تنه  نور ټپیان شوي‌ دي.

همداشان  پدې نښته کې  افغانستان  لوري‌ ته هم  مرګ ژوبله اوښتې ده .

د بله پلوه پاکستان  د چمن  سرحدي‌ دروازه  چې تیره ورځ  د نښتې د پیلیدو نه وروسته  تړلې وه  نن هم  تړلې  ده . 

پاکستان  ادعا کړې ده چې  تیره  ورځ  د افغان پوله ساتو لخوا   ددوې  د سرشمیرنې  په ډلې  وسله وال برید وشو چې وروسته نښته پیل شوه.

د افغانستان د  کندهار ولایت د امنېې قومندان  جنرال عبدالرزاق  بیا  ویلي‌ دي‌ چې  پآکستاني‌ ځواکونه  د افغانستان  لورې ته  راوښتی وو او د موضعګانو په کیندولو يي پیل کړی وو چې د افغان ځواکونو لخوا يي مخه ونیول شوه.

همداشان  د پاکستان  د تورخم  په پوله کې  هم  پاکستاني‌ ځواکونو  د افغانستان پر لورې  راکټي‌ بریدونه کړي‌ چې  له امله يي  یو تن مړ او یو تن بل ټپي‌ شوی دی.

پدې برید کې  ۳ موټرې هم  سوځیدلي‌ دي.

پاکستان ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان سره په پوله کې  ۴ کیلومتره سیمه  ناامنه  سیمه  اعلان کړې ده .



اړوند خبرونه