د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې په طالبانو هوايي بریدونه وکړل.
په خیبر ایجنسۍ درانده هوايي بریدونه وشول.

د پاکستان پوځ د خیبرپښتونخوا د خیبر ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې په طالبانو هوايي بریدونه وکړل.
د پاکستان د پوځ ویاند پدې اړه په خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي دي چې ددوې جنګي الوتکو په ترهګرو چې د افغانستان د خاورې نه د پاکستان د خیبرایجنسۍ قبایلي سیمې ته د تیریدو هڅه کوله هوايي بریدونه وکړه. پدې بریدونو کې ګڼ شمیر ترهګر وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ټپي شوو ترهګرو نه ځینې بیرته د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان سره په پوله کې پروت ننګرهار ولایت ته په تیښته بریالي شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دا هوايي عملیات د افغانستان نه د خیبرپښتونخوا قبایلي سیمې ته د ترهګرو د اوښتو په اړه د ترلاسه شوو استخباراتو نه سمدلاسه وروسته جنګي الوتکو په عملیاتو لاس پورې کړ.
همداشان ددې عملیاتو په ترڅ کې په خیبرایجنسۍ په سیمه کې د ترهګرو په یو زیات شمیر پټنځایونو هم درانده بریدونه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان د میرانشاه په سیمه کې د طالبانو اړوند د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه ونیوله.
د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې په میرانشاه سیمه کې د طالبانو د وسلو او مهماتو زیرمه د چاپې په ترڅ کې ۲۷۵ راکټونه او یو زیات شمیر نورې سپکې او درندې وسلې نیول شوي دي.
په خبر کې راغلي دي چې طالبانو دا وسلې په ډیره ماهرانه ډول سره دلته پټې کړې وې چې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شوې.