د ایران د مشهد ښار زورورې زلزلې ولړزو.
په ایران کې د افغانستان سره په پوله کې قوي زلزله رامنځته شوه
د ایران د مشهد ښار زورورې زلزلې ولړزو.
د ایران د مشهد په ښار کې د ریشتر په کچه د ۶ درجې په لویوالي سره زوروره زلزله رامنځته شوه.
د ایراني چارواکیو په وینا زلزله د مشهد ښار په سویل ختیځ سیمو کې رامنځته شوې ده. د زلزلې له امله د خراسان رضوي د سیمې ۷۰ سلنه ضرر لیدلی دی.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې د زلزله ځپلې سیمې ۷۰ سلنه تخریب شوې ده او کیدای شي چې ډیری خلک د خاورو او چپه شوو کورونو لاندې شوي وي.
په پیښه کې تر اوسه پورې د یو تن د وژل کیدو او ۴ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
همداشان د زلزلې نه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي دي. په شاوخوا روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی .
د سیمې اوسیدونکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د لویې زلزلې نه وروسته کوچني ټکانونه دوام لري.
د زلزلې له امله ۴ کلي ویجاړ شوي دي. په لسګونو امبولانسونه سیمې ته استول شوي دي.