د خیبرپښتونخوا د نوښار په سیمه کې ریل ګاډی د جګپوړو پولیسو د موټرو د کتار سره وجنګید

د پاکستان د خیبرپښتونخوا  ایالت  د نوښار  په سیمه کې  ریل ګاډی د جګپوړو پولیسو  د موټرو د کتار سره  وجنګید.

695714
د خیبرپښتونخوا د نوښار په سیمه کې  ریل ګاډی د جګپوړو پولیسو د موټرو د کتار سره وجنګید

د پاکستان د خیبرپښتونخوا  ایالت  د نوښار  په سیمه کې  ریل ګاډی د جګپوړو پولیسو  د موټرو د کتار سره  وجنګید.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  پدې پیښه کې  د نوښار د پولیسو  یو تن مشر  او ساتوونکی  مړه او ګڼ شمیر نور جګپوړو پولیسو په ګډون  ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ډلو ویلي دي چې  پدې پیښه کې  د نوښار د ازادخیل د پولیسو د تاڼې  مشر او د هغه  ساتوونکی مړه  او د یو دوو تنو پولیس مشرانو  په ګډون  ګن شمیر پولیس ټپیان شوي دي.

د ټپیانو روغتیايي  حالت  د انديښنې وړ  دی. ژغورنې ډلو ویلي دي چې  د پولیسو د موټرو کتار  د تیریدو  په حال کې وو چې  خوشحال ایکپریس  په نامه ریل ګاډي ورسره  جنګیدلی دی.

د پیښې  ځیني ټپیان  چې  روغتیايي حالت يي ښه ندی  د درملنې په موخه پیښور روغتونونو ته  انتقال شوي دي.

د پیښې  لامل  ناڅرګند  دی او په اړه يي څيړنې  پیل شوي دي.



اړوند خبرونه