پاکستان  د افغانستان پر مخ  هر ژر  د سرحدي دروازو د پرانیستو  پریکړه وکړه.

د پاکستان  د لومړي وزیر  د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  لومړي وزیر نواز شریف  د افغانستان پر مخ هر څه ژر د پاکستان  د پولو د پرانیستو  امر کړی دی.

694921

په خبرپاڼه کې راغلي دي لومړي وزیر نواز شریف  دا پریکړه  د افغانستان په اړه د حسن نیت له امله کړې ده .

لومړي وزیر ویلي دي ددې په هیله  چې  افغانستان  زمونږ ټولې غوښتنې  د غور لاندې نیولي وي چې له امله يي  د پولو د تړولو  پریکړه شوې وه.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي چې  د افغانستان سوله او امنیت  ددوې لپاره ځانګړې اهمیت لري  او د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې  او ترهګرو د لمنځه وړو په برخه کې به افغان حکومت سره  همکارۍ ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې د لومړي وزیر نواز شریف له قوله لیکل شوي دي چې  « افغانستان او پاکستان  د پيړیو پيړیو راهیسې  ژورې مذهبي، کولتوري او تاریخي اړیکې لري  او د اوږدې مودې لپاره  د افغانستان پر مخ  د پاکستان د پولو بند ساتل د دواړو هیوادونو ملي ګټو ته  زیان  رسوي.

د یادولوو وړ ده چې  پاکستان  فبروري د میاشتې په ۱۶ مه نیټه د افغانستان  پر مخ د تورخم او چمن  د سرحدي دروازو  د تړولو  پریکړه وکړه. پاکستان  دا پریکړه په نوموړي هیواد کې د پرله پسې  ترهګریزو بریدونو په پایله کې وکړه.

د پاکستان  لخوا د افغانستان پر مخ  د پولو تړولو دواړو هیوادونو ته  د پام وړ اقتصادي زیان  اړولی دی . افغان چارواکي بیا وايي چې  پاکستان د افغانستان پر مخ  د خپلو پولو د تړولو سره  په اصل کې  خپل ځانته د اقتصادي پلوه ستر ګوزار ورکړ. پاکستان ددې اقدام سره  د افغانستان بازار د لاسه ورکوي.

اړوند خبرونه