د ایران د اردبیل په ښار کې په یو کور کې زوروره چاودنه وشوه

په ایران کې په یو کور کې چاودنې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

689214
د ایران د اردبیل په ښار کې په یو کور کې زوروره چاودنه وشوه

په ایران کې  چاودنه وشوه.

د ایران  د اردبیل  په ښار کې  په یو کور کې   د چاودنې  له امله  لږ تر لږه  ۷ تنه مړه  او ۳ تنه  نور ټپیان شوي‌ دي.

د اردبیل  طبي‌ علومو  د پوهنتون  مشر  قدرت اخوان اکبري  د ارنا خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې  د اردبیل په ښار کې‌ په یو  کور کې  د چاودیدونکي‌ مادې  د چاودنې له امله  دا پیښه  رامنځته شوه.

هغه  ویلي‌ دي‌ چې  د چاودنې له امله  ۷ تنه مړه  او ۳ تنه نور  ټپیان شوي‌ دي. 

هغه ویلي‌ دي‌ چې  د ټپیان  د وجود  ډیره برخه  سوځیدلې  ده  او حالت يي  باریکه دی. 

هغه ویلي‌ دي‌ چې  کیدای شي‌ چې پدې  پیښه  کې  ځیني‌ کسان  لادرکه شوي وي.

د بله پلوه  په سیمه کې  عیني‌ شاهدانو  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  چاودنه  ډیره  زوروره وه چې وروسته  اورلګیدنه رامنځته شوه.

عیني‌ شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې  ددې احتمال  شته  چې  د مړو  شمیره  د ښودل  شوي‌ رقم  نه  لوړه شي. هغوې  ویلي‌ دي‌ چې ځیني‌ کسان  د خاور او ګټو  لاندې  شوي‌ دي‌ چې د ژغورولو په خاطر يی هلې ځلې دوام لري.

د پیښې نه وروسته  سمدلاسه  د ژغورنې او روغتیايي ډلې  سیمې ته رسیدلي‌ دي.

د چاودنې  اصلي‌ لامل  لا تر اوسه معلوم  ندی . د سیمې  چارواکیو ویلي‌ دي‌ چې  د پیښې  په اړه يي‌ تحقیقات پيل کړي‌ دي. 


پيوندونه: #ایران , #چاودنه

اړوند خبرونه