د پاکستان په سوابۍ کې په امنیتي ځواکونو وسله وال برید وشو
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د سوابۍ په سیمه کې په پاکستاني ځواکونو وسله وال برید وشو.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د سوابۍ په سیمه کې په پاکستاني ځواکونو وسله وال برید وشو.
د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې د سوابۍ د ملک آباد په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د پوځ په سرتیرو وسله وال برید وشو.
په برید کې دوه تنه پاکستاني سرتیرو ژوند دلاسه ورکړ. د وژل شوو سرتیرو نه یو تن يي کپټان وو.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې امنیتي ځواکونه د ملک آباد په سیمه کې په عملیاتو بوخت ول چې په ناڅاپي ډول پرې وسله وال برید وشو.
د برید نه وروسته نښته پیل شوه چې په ترڅ کې دوو تنو پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د وژل شوو سرتیرو نه یو تن کپټان وو.د برید نه وروسته ګن شمیر امنیتی ځواکونه د پيښې سیمې ته استول شوي دي. په سیمه کې د برید کوونکو د نیولو په خاطر عملیات دوام لري.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د مهمند ایجنسۍ په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په دریو جلا جلا پوستو په عینې وخت کې وسله وال بریدونه وشول.
پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۵ تنو پاکستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی وو.