د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پيښور ښار د چارسدې په سیمه کې په محکمې ډله ایز برید وشو.
په چارسده کې د محکمې په ودانۍ ډله ایز برید وشو
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د پيښور ښار د چارسدې په سیمه کې په محکمې ډله ایز برید وشو.
د پیښور د چارسدې ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د محکمې د ودانۍ په مخکې پرله پسې چاودنو ۶ تنه مړه اوشل تنه ټپیان کړل. په ټپیانو کې ۴ تنه پولیس دي.
د سیمې د پولیسو مشر مردان اعجاز خان خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ځانمرګيو برید کوونکو یو تن د تنګي په سیمه کې محکمې ته د ننوتو هڅه وکړه چې د پولیسو لخوا پرې د ډزو نه وروسته ځان په دروازه کې ولوزو. دویم ځانمرګی د محکمې ودانۍ ته ننوت. دویم ځانمرګی هم د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د بله پلوه د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼې د خبر له مخې برید کوونکو لومړی په شاوخوا ډزې وکړې او لاسي بمونه يي ګوزار کړل او وروسته يي ځان وچولو.
د چارسدې د پولیسو مشر سهیل خالد خبري رسنیو ته ویلي دي چې د دریو برید کوونکو نه دوه تنه د پولیسو په ډزو کې ووژل شول او دریم ځان ولوزو.
په پیښه کې د ګڼ شمیر کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې. ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د پاکستان د پيښور ښار د لیډې ریډینګ او چارسدې په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.